د افغانیو پر وړاندې د ډالرو لوړوالی په تړاو د هېوادوالو شکایت

  • خپرول: ۲ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 117493

د کابل یو شمېر اوسیدونکی، د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیې له لوړوالی او په خوراکی او غیر خوراکی موادو یې له مستقیمې اغېزې شکایت کوی.
دوی د پنجشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، دوی ثابت عاید لری او د اړتیا وړ توکو د پېرېدلو توان نه‌لری.
د کابل ښار یو اوسیدونکی محمد رحمان وایی، د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیو د لوړېدو له امله د خوراکی موادو بیې لوړې شوی دی:
“بیخی قیامت شوی، سل ډالر ۸۱۰۰ افغانیو ته رسېدلی، په‌داسې شرایطو کې په افغانستان کې ژوند کول ګران دی، مخکې له دې یوه بورۍ اوړه په ۱۲۰۰ افغانۍ وو، خو اوس د ډالرو د لوړېدو له امله، ۱۵۰۰ افغانیو ته پورته شوې.”
د کابل ښار یوه بله اوسیدونکې زهره چې د ۵ اولادنو مور ده او د خپل کور د خرڅ یوازینۍ ګټونکې ده وایی، په خپل ثابت عاید نه‌‌شی کولی چې د اولادونو د اړتیا وړ مواد برابر کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=117493

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *