د افغانی پیسو په وړاندې د دالر او یورو بیې زیاتوالی په اړه د مرکزی بانک غبرګون

  • خپرول: ۱۸ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 40931

د افغانستان مرکزی بانک وایی په افغانستان کې سیاسی کړکیچونه ددې لامل شوی چې د افغانیو په وړاندې د ډالرو بیه په بیساری ډول پورته لاړه شی.
د مرکزی بانک مشر خلیل صدیق د دوشنبه په ورځ په یو مطبوعاتی کنفرانس کې وویل، په تیر مالی کال کې په لوړه کچه د بودیجې مصرفول او په افغانستان کې روان سیاسی کړکیچ د افغانیو بیه راټیټه کړې ده.
هغه وویل”سیاسی کړکیچ چې په تیرو دوو میاشتو کې پیدا شوی دی په مستقیم ډول د اسعارو د لوړې بیې مسول دی دغه کړکیچ د افغانستان د میلیونونو پیسو لپاره د ستونزو جوړولو مسول دی که د اسعارو بیه لوړیږی دا په خپله د ناوړه اقتصادی وضعیت ښکارندوې دی”.
کابل کې د صرافانو اتحادیه وایی چې په یوې میاشت کې د افغانیو په وړاندې د ډالرو بیه کې یوه افغانۍ لوړوالی راغلی، چې اوسمهال یو ډالر په ۷۰.۳۰ افغانیو پلورل کیږی.
د افغانستانو د صرافانو مشر قاضی میر افغان ساپی امریکا غږ ته وویل”علت یې دادی چې په دا وروستی مالی کال کې افغانستان بانک افغانۍ ډیرې توزیع کړې او ډالر لږ. بله وجهه یې دا ده چې د ګاونډیو ملکونو پیسې هم ټیټی شوی دی د پاکستان پنځه روپۍ د ډالر په وړاندې ټیټی شوې دی”.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=40931

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *