د افغانستان ۱۹ کلنې کرکټ لوبډلې سرلانکا ته ماتی ورکړه

  • خپرول: ۲۷ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: ورزش
  • د خبر شميره: 41259

د کرکټ افغان ۱۹ کلنه ملی لوبډله دا مهال نیوزلنډ کې د نړیوال جام په لوبو بوخته ده او نن چهارشنبه‌یې «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۶» د نړیوال جام ۱۲مه او خپله دوهمه سیالۍ د سریلانکا پر وړاندې وکړه.
دغې سیالۍ کې افغان لوبډلې ۲۸۴ منډې وکړې، خو د باران له امله هدف په ۳۸ اورونو کې ۲۳۵ ته ښکته شو.
ابراهیم ځدراڼ ۸۶ منډې، دروېش رسولی ۶۳ منډې او اکرام علی‌خېل ۵۵ منډې وکړې.
سریلانکا ته نیپون ملېنګا دوه وېکټې واخیستې، سریلانکا ۳۷.۴ اورونو کې ۲۰۲ منډې وکړې او خپل ټول لوبغاړی یې له لاسه ورکړل.
دوی ته جیهن ډانیل ۴۸ او کرېشن اراچیچیګ ۴۱ منډې وکړې، افغان توپ اچوونکو کې نوین‌الحق څلور او قیس احمد او عظمت‌الله ۲-۲ وېکټې واخیستې.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41259

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *