د افغانستان ۱۵ عمر لاندې د فوتبال لوبغاړو ۳-۱ پایلې سره قرقیزستان ته ماتې ورکړه.

  • خپرول: ۱۴ سرطان ۱۳۹۶
  • نوملړ: ورزش
  • د خبر شميره: 24304

د افغانستان ۱۵ عمر لاندې فوتبال ملی لوبډلې د آسیا په سیالیو کې په خپله دوهمه لوبه کې قرقیزستان ته ۳-۱ ماتې ورکړه.
ددغې سیالۍ ګولونه د سمیر سمندری په واسطه په “۲۸” دقیقو ، د ناصری په واسطه په “۵۲” دقیقو او تمیم میرزاده په واسطه په “۶۹” دقیقو کې ترسره شول.
افغانستان په داسی حال کې ددغې سیالۍ ګټونکی شوی چې د دوشنبه په ورځ هم ملی لوبډلې د تاجکستان لوبډلې ته ۳-۱ ماتی ورکړه.
ددغو سیالیو په لومړیو لوبو کې د افغانستان ، تاجکستان ، قرقیزستان ، ترکمنستان او ازبکستان ځوانانو لوبډلې ګډون وکړ.
د ویلو وړده چې د افغانستان ځوانانو فوتبال لوبډله په دغو سیالیو کې په خپله دریمه لوبه کې د راتلونکې جمعې په ورځ ماښام ۵:۳۰ بجې د ترکمنستان سره سیالۍ کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=24304

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *