د افغانستان ګاونډیانو په هېواد کې پر ملی روغې جوړې ټینګار وکړ

  • خپرول: ۲۹ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 121822

د افغانستان ګاونډیانو د لومړنی هوکړې د پلی کولو بهیر د څېړنې په موخه د اېران، روسیې، چین، افغانستان، هند او پاکستان د جګپوړو امنیتی چارواکو غونډه د سه شنبه په ورځ د روسیې په اوفا ښار کې جوړه شوه.
د افغانستان ګاونډیاو لومړنۍ غونډه تېرکال د اېران له خوا په تهران ښار کې ترسره شوه.
د افغانستان ګاونډیانو د جګپوړو امنیتی چارواکو غونډې ګډون والو، په هېواد کې د ملی روغې جوړې او ثبات څخه د ملاتړ په موخه د ګډو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.
د روسیې د ملی امنیت شورا منشی نیکلاس پاتروشف په دې ناسته کې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو د جګپوړی امنیتی مسولینو ناستې د ترسره کېدو لپاره د اېران له نوښت څخه د هرکلی ترڅنګ وویل چې د ملی روغې جوړې په بهیر کې د ټولو افغانی لورو ګډون او د ثبات رامنځته کول ددې هېواد د ټولو ګاونډیانو غوښتنه ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=121822

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *