د افغانستان کرېکټ بورډ په برخه کې نوی بدلونونه

  • خپرول: ۲۱ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: ورزش
  • د خبر شميره: 120105

د افغانستان کرېکټ بورډ نن سه شنبه په یوه خبری کنفرانس کې اعلان وکړ چې د الف لوبډلی بهرنی روزونکی او د ملی لوبډلې پخوانی روزونکی انډی مولز به د غوراوی کمېټې مشر وی. له ده سره یو ځای پخوانی لوبغاړی مجاهد ځدراڼ هم د غوراوی د کومیټې مشر ټاکل شوی.
د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر عزیزالله فضلی خبری ناسته کې وویل، دوی دواړه به د افغانستان د ملی او الف لوبډلو لپاره لوبغاړی غوره کوی.
ښاغلی فضلی وویل، د کرېکټ بورډ ادارې پخوانیو څلورو غړو پر ځای هم نوی کسان ټاکل شوی دی.
د حکمت خلیل کرزی، اکلیل حکیمې، سیدمنصور سادات نادری او احمد شاه سنګدل پرځای ګلالۍ نور ساپۍ، ضیاالحق امرخېل، احمد جواد پیکار او د کرېکټ بورډ پخوانی مشر شکرالله عاطف مشعل د کرېکټ بورډ د نوی غړیو په توګه ټاکل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=120105

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *