
د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې ایرلند ته ماتې ورکړه
- خپرول: ۱ سنبله ۱۳۹۷
- نوملړ: ورزش
- د خبر شميره: 78763
د افغانستان د کرکټ ملی لوبډلې تېره شپه د یوې شل اوریزې لوبې په ترڅ کې د یو اتیا منډو په توپیر ایرلنډ ته ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې لومړی بیټینګ د افغانستان له خواپیل شو چې په ترڅ کې شپېته منډې جوړې کړې. په همدې حال کې د ایرلنډ ټول لوبغاړی د نهه اویا منډو له جوړېدو سره وسوځېدل.
د دواړو لوریو ترمنځ د شل اورونو تیره لوبه د دوشنبې په ورځ وشوه چې افغانستان د ۱۶ منډو په توپیر وګټله.
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ دریمه او د دې لړۍ وروستۍ شل اوریزه لوبه سبا ده.
په دې پسې به بیا راتلونکې اونۍ د دواړو لوبډلو ترمنځ درې یو ورځنۍ مسابقې وشی.
نظرات(۰ دیدگاه)