د افغانستان کرکټ ملی لوبډلې ایرلنډ ته ماتی ورکړه

  • خپرول: ۱۰ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: ورزش
  • د خبر شميره: 80510

افغانستان له ایرلنډ سره په یوه ورځنۍ لوبه کې سیالۍ وګټله. په دغه لړۍ کې درې لوبې ترسره شوی چې لومړۍ یې افغانستان او دوهمه یې ایرلنډ ګټلې وه.
نننۍ لوبه چې د افغانستان ۱۰۱ نړیوال یوه ورځنۍ او ټاکونکې لوبه وه افغانستان په اتو وېکټو داسې حال کې وګټله، چې ۱۵۷ توپونه لا هم پاتې وو.
په دې لوبه کې پچه ایرلنډ وګتله او لومړی توپ وهنې ته راووتل.
افغان لوبډله کې یو بدلون و، د نوی توپ وهونکی حضرت الله ځاځی پر ځای چې شل اووریزو کې خورا ښه ځلېدلی و، احسان الله جنت ته ځای ورکړل شوی و.
افغان توپ اچوونکو ښه لوبه وکړه او ډېر ژر یې د ایرلنډ څلور لوبغاړی وسوځول.
وروسته افغان ورو توپ اچوونکو هم خپله وړتیا وښودله، راشد خان هم درې او محمد نبی دوه لوبغاړی وسوځول، د دوی تر څنګ افتاب عالم او ګلبدین نایب هم دوه دوه لوبغاړی وسوځول.
د ایرلنډ له لوری ویلسن ۲۳ تر ټولو ډېرې منډې وکړې، خو نور لوبغاړی بیا په لږو منډو وسوځېدل او افغان لوبډلې ته یې د ۱۲۵ منډو هدف وټاکه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=80510

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *