د افغانستان کرکټ ملی لوبډله نن له هند سره لوبه کوی

  • خپرول: ۳ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: ورزش
  • د خبر شميره: 85911

د افغانستان کرکټ ملی لوبډله نن د آسیایی جام په سیالیو کې د هندوستان د ملی لوبډلې په وړاندې خپله وروستی لوبه ترسره کوی.
ټاکل شوې ده چې دغه لوبه د افغانستان پر وخت د مازیګر څلور بجې د متحده عربی اماراتو په دوبی ښار کې ترسره شی.
د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکی وایی افغان لوبډله به له منظم پلان سره د لوبې ډګر ته وځی.
د افغانستان او هند ترمنځ نننی لوبه د څلورو غورو لوبډلو په چوکاټ کې ترسره کېږی.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د کرکټ ملی لوبډله د څلور غورو لوبډلو ترمنځ د لوبو په لړ کې یوه لوبه پاکستان او بله بنګله دېش ته بایللې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرکټ ملی لوبډله د اسیایی جام سیالیو په لومړی پړاو کې سرېلانکا او بنګله دېش ته ماتې ورکړې وه.
د اسیایی جام سیالیو په دویم پړاو کې نن د پاکستان د کرکټ ملی لوبډله هم د بنګله دېش په وړاندې لوبه لری. د اسیایی جام سیالیو فاینل یا پای لوبه به د سپتمبر په ۲۸ مه نیټه ترسره شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=85911

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *