د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ د واکسین کمپاین پیل شو.

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 44711

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، شااوخوا شپږ میلیونه ماشومانو ته به چې عمرونه یې له پنځه کلنۍ کم دی، په دې کمپاین کې د ګوزڼ د واکسین څاڅنی ورکړل شی.
د دغه وزارت د پولیو د له‌‌ منځه وړلو د پروګرام مسؤل ډاکټر میوند احمدزی نن د دوشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د سلواغې په ۲۳ مه» ازادی راډیو ته وویل، دا کمپاین د روغتیا د نړیوال سازمان او د یونسېف ادرې په همکارۍ ترسره کېږی.
نوموړی وویل، د ۲۰۱۸ میلادی کال له پیله تراوسه د پولیو ۳ نوی پېښې ثبت شوی دی.
نوموړی وویل، دا په روان میلادی کال کې دوهم کمپاین دی چې د درېیو ورځو په اوږدو کې به د افغانستان په جنوب او جنوب ختیځو ولایتونو او د ختیځو په هغو ولسوالیو کې چې د پولیو له ګواښ سره مخ دی، ترسره شی.
خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، لاهم د روانو ناامنیو له کبله د ۶۰ زرو په شااوخوا کې افغان ماشومان په بېلابېلو نا امنو سیمو کې د ګوزڼ له واکسینه بې برخې پاتې کېږی.
په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمی د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، دوی د پولیو د واکسین لپاره د ۹۵ سلنه ساحو امنیت نیولی او د پاتې نورو لپاره هم د دینی عالمانو په مرسته، هڅه کوی چې د پولیو واکسین ته زمینه برابره شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44711

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *