د افغانستان په کریکت بورد کې جنجالونه

  • خپرول: ۲۵ اسد ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 31165

د افغانستان کریکت بورد یوشمېر کارکونکو د کار څخه لاس پرسر شوی دی.
دغه کارکونکی چې شمیر یې دېرشو کسانو ته رسېژی ، رسنیو ته ویلی چې ددغه بود مشر کمزورتیا له امله د اعتراض په ډول د کار څخه لاس پرسر شوی دی.
دوی ټینګار کړی چې دیادې برخې مشر عاطف مشعل کړنې ډېری تبلیغاتی بڼه لری . د کریکت بورد د رسنیو برخې مسول عزیز غروال هم چې اوس مهال د کار څخه لاس پرسر شوی ویلی چې ددغه بورد مشری کمزورې کړنې د افغانستان کریکت ته زیان رسوی ، له همدې امله دی د خپل کار څخه لاس پرسر شوی دی.
دی همداراز ویلی چې “ افغانستان د کریکت نړیوال شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړی خو دا په دې معنا نه دی چې دا د کریکت بورد اوسنی مشری لاسته راوړنې دی. دوی فکر کوی چې دا یوازې ددوی لاسته راوړنې دی ، په داسې حال کې چې دوی د افغانستان کریکت لپاره هیڅ ګټور کار نه دی ترسره کړی. دوی دا هم پوهېژی چې د کریکت حالت د خرابوالی په حال کې دی. موژ د کریکت ژغورنې په موخه اقدام ترسره کړی او هیڅ ډول سیاسی هدف نه لرو.”
په همدې حال کې د افغانستان کریکت بورد ادارې مسولینو ویلی چې ډېری هغه کارکونکی چې د کار څخه لاس پرسر شوی ، قراردادی کسان دی او ددوی دغه اقدام د کریکت بورد ادراې پر کال باندې هیڅ اغېزه نه لری.
افغانستان په دې وروستیو کې د کریکت بورد نړیوال شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړی او د اته کلونو لپاره به ددغه شورا څخه څه باندې ۳۱ میلیون ډالر ترلاسه کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=31165

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *