د افغانستان په پارلمانی ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچې د لومړنی شمېرې اعلان

  • خپرول: ۲۹ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 88075

د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر ګلاجان عبدالعدیع صیاد په یو مطبوعاتی کنفرانس کې په پارلمانی ټاکنو کې د رای ورکوونکو د ګډون کچې لومړنۍ شمېرې ۳ میلیون تنه اعلان کړ.
دی څرګند کړ چې په کابل، هرات، دایکندی او ننګرهار ولایتونو کې د خلکو د ګډون کچه زیاته وه په داسې حال کې چې د خلکو د ګډون ترټولو ټیټه کچه په ارزګان ولایت کې بلل شوې ده.
د افغانستان د ټاکنو کمیسیون مشر څرګند کړ چې د جوزجان ولایت په ټاکنو کې د ګډون کوونکو ۵۳ سلنه رای ورکوونکی ښځې جوړوی.
صیاد زیاته کړه چې په کابل ښار کې هم څه باندې یو میلیون کسانو په ټاکنو کې ګډون کړی، همداراز په پلازمېنه د رای ورکونې ۴۵ مرکزونه تړلی پاتی دی خو ټاکل شوې نن رای ورکوونکی دغو مرکزونو ته مراجعه وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=88075

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *