د افغانستان په وړاندې د پاکستان بریا

  • خپرول: ۳۱ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 85105

د کرکټ هغه سیالۍ چې د عربی اماراتو د اوبوظبی په شیخ زاید لوبغالی کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترسره شوې وه، لوبه د پاکستان په ګټه تمامه شوه.
لومړی توپوهنه افغانستان وکړه او د شپږو لوبغاړو له لاسه ورکولو وروسته یې پاکستان لوبډلې ته د ۲۵۸ منډو هدف وټاکه.
پاکستان د لوبې وروستی اوور کې د اوو لوبغاړو له سوځېدو وروسته ټاکلی هدف بشپړ کړ. د پاکستان له لوری شعیب ملک له ۵۱ منډو سره او حسن علی له شپږو منډو سره ناسوځېدلی پاتې شول.
افغانستان دغه لوبه کې ۱۷ اضافی منډې ورکړې. د افغانستان له لوری راشدخان درې، ګلبدین نایب یوه او مجیب ځدراڼ دوې وېکټې واخیستې.
کله چې پاکستان توپوهنه پیل کړه، اوپنر فخر الزمان له کومې منډې جوړولو پرته د مجیب الرحمان پر توپ وسوځېد.
د افغانستان له لوری ټاکل شوی هدف ته رسېدو لړ کې امام الحق او بابر اعظم د ۱۵۴ منډو ملګرتیا وکړه او پر لوبه یې د پاکستان لوبډلې کنترول ډېر کړ. امام الحق له ۸۰ او بابر اعظم له ۶۶ منډو جوړولو وروسته وسوځېدل.
له دې مخکې د افغان بټینګ برخه کې خورا په زړه پورې لوبه وشوه او حشمت الله شهیدی په افغان توپوهونکو کې تر ټولو ډېرې منډې وکړې، چې له ۹۷ منډ‌و سره ناسوځېدلی پاتې شو.
پیل کې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې یا بېټینګ پرېکړه وکړه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=85105

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *