د افغانستان په ولسی جرګه کې د سولې کمیسیون د جوړېدو شونتیا

  • خپرول: ۳۰ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 128635

د جرګې استازو په جرګه کې د سولې کمیسیون ترنامه لاندې د یوه نوی کمیسیون د جوړېدو غوښتونکی شول.
استازو د سولې بحث د مهم بللو ترڅنګ ټینګار وکړ چې جرګه باید د اوسنیو اولسو کمیسیونونو ترڅنګ، د سولې بهیر د څېړنې په موخه یو کمیسیون رامنځته کړی.
د راپورونو له مخې، استازو ددې کمیسیون لپاره د سلو استازو لاسلیکونه هم راټول کړی او اوس مهال د جرګې مشر باید ددې کمیسیون د کورنیو دندو او اصولو له مخې دا کمیسیون رامنځته کړی.
د جرګې مشر میررحمان رحمانی وویل، د جرګې استازی دخپلې دوشنبه ورځې په غونډه کې د کمیسیون یا د سولې کمېټې په اړه خپله طرحه اداری پلاوی ته وړاندې کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=128635

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *