د افغانستان په راتلونکې پارلمانی ټاکنو کې د اشرف غنی هڅې

  • خپرول: ۲ جوزا ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 59857

د تنسیم په حواله د اطلس خبری سرچینې راپور له مخې، د پارلمانی او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو د ترسره کېدو په درشل کې د افغانستان د ټاکنو په کمیسیون کې د ملی یووالی حکومت مشرانو لاسوهنه په دغه هېواد کې د ډېریو کسانو نیوکې را پارولی دی.
ویسا د کابل پښتوژبۍ ورځپاڼې په خپل وروستی راپور کې لیکلی چې ولسمشر غنی د افغانستان پارلمانی ټاکنو د نوماندانو نوملړ د کنټرول په موخه یوه لس کسیزه کمېټه رامنځته کړې ده.
دغه کمېټه د پارلمانی ټاکنو د نوماندانو نوملړ کنټرول کوی ترڅو هغه کسان چې د کابل واشنګټن د امنیتی تړون او یا په ولسمشریزو ټاکنو کې د اشرف غنی د بریا سره مخالف دی، ددغه هېواد راتلونکې پارلمان ته لار ونه مومی.
د اپوزیسیون ګوندونو، د ټاکنو څار بنسټونو او افغان استازو تل د ټاکنو په کمیسیون کې د بې غوری او په دې برخه کې د د افغانستان دولت د لاسوهنې څخه اندېښنه ښودلې وه.
په تېرو څو ورځو کې د افغانستان ټاکنو کمیسیون یوشمېر غړو د یاد کمیسیون په کاری چارو کې د ولسمشر لاسوهنې له امله له خپلې دندې استعفا ورکړه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=59857

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *