د افغانستان پخوانی ولسمشر صبغت الله مجددی ومړ

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 104406

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

حضرت صبغت الله مجددی په ۱۹۲۶ کال د مجددیانو په مشهوره دینی کورنۍ کې زیږېدلی و

د افغانستان پخوانی ولسمشر او د ملی نجات ګوند رییس حضرت صبغت الله مجددی د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۹۳ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

د ښاغلی مجددی فېسبوک پاڼې او د ده کورنۍ ته نژدې سرچینې وایی نوموړی د فبرورۍ پر ۱۱ نېټه کابل کې ساه ورکړه.

تردې وړاندې هم څو ځله د ښاغلی مجددی د مړینی خبر خپور شوی و چې هر ځل یې د کورنۍ له خوا رد شوی و.

ټاکل شوې چې د نوموړی جنازې مراسم د چهارشنبې پر ورځ د کابل غازی سټډیوم کې تر سره شی.

حضرت صبغت الله مجددی په ۱۹۲۶ کال د مجددیانو په مشهوره دینی کورنۍ کې زیږېدلی و. نوموړی په ۱۹۴۰ کال د مصر په قاهره پوهنتون کې خپلې لوړې زده کړې پای ته رسولې وې.

افغانستان کې د ثور له کودتا وروسته چې د خلق دیموکراتیک ګوند قدرت ته ورسېد مجددی پاکستان ته ولاړ او د ملی نجات جبهې په نامه یې د کابل دولت پر وړاندې سیاسی او وسله واله مبارزه پیل کړه.

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

افغانستان کې د ثور له کودتا وروسته مجددی پاکستان ته ولاړ او د کابل دولت پر وړاندې یې سیاسی او وسله واله مبارزه پیل کړه

په ۱۹۹۲ کال کې د ډاګتر نجیب الله د حکومت له ړنګېدو وروسته ښاغلی مجددی د افغانستان اسلامی دولت د لومړنی ولسمشر په توګه د څو میاشتو لپاره دنده ترسره کړې وه.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال نوموړی ځان له سیاسته ګوښه کړی و چې په ۲۰۰۳ کال کې د اساسی قانون د لویې جرګې د مشر په توګه وټاکل شو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104406

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *