د افغانستان پارلمان له هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتونکی شو

  • خپرول: ۱۸ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: پارلمان
  • د خبر شميره: 87776

د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د افغانستان پارلمان ځینو غړو له دغه هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتونکی شول.
د افغانستان پارلمان غړو ټینګار کړی چې په افغانستان کې د امریکا ۱۷ کاله حضور، د جګړې د زیاتوالی او د ملکی وګړو د تلفاتو پرته نور کومې لاسته راوړنې نه لرلې.
په پارلمان کې د افغانستان خلکو استازو څرګند کړل چې په وروستیو ۴ کالو کې په افغانستان کې د امریکا حضور له امله، څه باندې ۴۰ زره افغانان د جګړې د زیاتوالی له امله ووژل شول.
دوی ټینګار وکړ چې په دغه هېواد کې بهرنی ځواکونه د بحران، جګړې، ناامنۍ او بې ثباتی د زیاتوالی ستر لامل ګڼل کېږی او باید دوی دغه هېواد خوشی کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87776

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *