د افغانستان لپاره د ټرامپ نوې تګلارې یوه برخه، د لږ نفوس لرونکو سیمو څخه د پوځیانو وتل ده

  • خپرول: ۷ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 73028

یوې امریکایی رسنۍ د امریکا پوځ یوقوماندان په حواله راپور ورکړی چې ټرامپ دخپلې نوې تګلارې په دوام د افغانستان پوځ له سرتېرو څخه یې غوښتی ترڅو د لږ نفوس لرونکو سیمو څخه بهر شی او دغه سیمې طالبانو ته وسپاری.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یو راپور کې لیکلی چې دونالډ ټرامپ له افغان پوځیانو څخه غوښتی ترڅو د لږ نفوس لرونکو سیمو څخه شاتګ وکړی.
دغې ورځپاڼې د دریو امریکایی چارواکو په حواله چې نومونه یې نه دی ذکر شوی، راپور ورکړی چې دغه پروګرام د ولسمشر ټرامپ د نوې تګلارې یوه برخه ده چې جزییات یې نه دی اعلان شوی.
امریکا غږ لیکی، په دغه راپور کې راغلی چې ددغه اقدام موخه، له یوې خوا د افغانستان په زیان لیدونکو سیمو کې ددغه هېواد پوځی ځواکونو په وړاندې له بریدونو څخه مخنیوی ده او له بلې خوا دغه پروګرام به ددې لامل وشی ترڅو د افغان ځواکونو فعالیت د افغانستان سترو ښارونو د امنیت ټینګښت پرسر متمرکز شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=73028

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *