د افغانستان له دولت سره د نړیوال بانک ۴۰۳ میلیون ډالرو مرسته

  • خپرول: ۱ عقرب ۱۳۹۷
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 88201

د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د افغانستان له دولت سره د نړیوال بانک د ۴۰۳ میلیون ډالرو تړون نن سه شنبه له غرمې وروسته په کابل کې لاسلیک شو.
ویل کېږی د هېواد مالیې وزارت سرپرست همایون قیومی او په افغانستان کې د نړیوال بانک مشر شوبهم چودری ددغو مرستو تړون لاسلیک کړ.
همایون قیومی څرګند کړ: د ۴۰۳ میلیون ډالرو له ډلې څخه ۲۹۸ میلیون یې پوهنې وزارت، ۱۰۰ میلیون یې ښځو چارو وزارت او ۵ میلیون یې لوړو زده کړو وزارت ته ځانګړی شوی دی.
دی ټینګار وکړ هغه ۱۰۰ میلیون ډالر چې د ښځو چارو وزارت ته ځانګړی شوی، د کلیوالې مېرمنې د پیاوړی کېدو په برخه کې به ولګول شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=88201

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *