د افغانستان له بند خونو د طالبانو د خوشی کېدو په تړاو د طالب ډلې اعلامیه

  • خپرول: ۲۲ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 120324

طالب ډلې د یوې اعلامیې په ترڅ کې دخپلو غړو له خوشی کېدو د هرکلی ترڅنګ، د افغانستان له بند خونو دخپلو نورو جنګیالیو د خوشی کېدو غوښتونکې شوه.
ددې ډلې په اعلامیه کې راغلی: زموږ د معلوماتو له مخې، د هغو ۸۸۷ بندیانو له ډلې څخه چې د کابل ادارې له خوا خوشی شوی، ۲۶۱ تنه یې طالب غړی دی او نور یې هغه کسان دی چې د ناسمو معلوماتو له مخې نیول شوی او په بند خونو کې شپې او ورځې تېروی.
د یادونې وړ ده چې د ولسمشر غنی د فرمان له مخې له دوه ورځو راهیسې د طالب بندیانو د خوشی کېدو بهیر پیل شوی او ټاکل شوې ددې ډلې سلګونه جنګیالی چې د افغانستان په بند خونو کې شپې او ورځې تېروی، له بند څخه خوشی شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=120324

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *