د افغانستان فوتسال ملی لوبډله د اېران په وړاندې ماته وخوړله

  • خپرول: ۱۳ قوس ۱۳۹۷
  • نوملړ: ورزش
  • د خبر شميره: 91681

د افغانستان تر ۲۰ کال ټیټ عمر لرونکی فوتسال لوبډلې د آسیا جام په سیالیو کې د اېران په وړاندې ماته وخوړله.
د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د هېواد لوبغاړو تېره ورځ د آسیا جام سیالیو په لړکې د ایران په وړاندې لوبه پیل کړه چې د دوه ګولونو په وهلو او څلورو ګولونو په ترلاسه کولو دا لوبه د اېران په وړاندې وبایلله.
د هېواد فوټبال فدراسیون ویلی، د هېواد لوبغاړو نن سه شنبه په حذفی پړاو کې د تاجیکستان په وړاندې لوبه کوی او د بریا په صورت کې به وروستۍ پړاو ته لاره پیدا کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=91681

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *