د افغانستان شیعه عالمانو شورا د کابل وروستی برید په تړاو یوه اعلامیه خپره کړه

  • خپرول: ۲۸ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 131283

دې شورا د کابل وروستی ترهګریز برید په کلکو ټکو غندلی دی.
ددې شورا په اعلامیه کې راغلی چې په هېواد کې د خونړیو بریدونو د ترسره کېدو په دوام، جنایتکارانو تېره شپه په کابل کې د واده پر مراسمو برید کړی او لسګونه بې ګناه انسانان له هغې جملې ښځې او ماشومان وژلی او سلګونه نور د وېر په ټغر کېنولی دی.
دې شورا دا وحشی جنایت د دینی ارزښتونو او نړیوالو قوانینو پر خلاف بللی او د دا ډول جنایتو عاملینو د مجازاتو غوښتونکې شوه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=131283

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *