د افغانستان سولې په تړاو د بروکسل غونډه ترسره شوه

  • خپرول: ۲ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 117418

د امریکا ډیپلوماټیکو، د اروپایی ټولنې او د سولې عالی شورا چارواکو تېره ورځ په بروکسل کې د افغانستان سولې په تړاو یوه غونډه جوړه کړه.
د سولې عالی شورا په وینا، ددې ناستې موخه چې د اروپا د سولې انستیتوټ له خوا جوړه شوې، د افغانستان سولې بهیر پرمختګونه او ننګونې بلل شوې ده.
د سولې عالی شورا رییس محمد کریم خلیلی په دې ناسته کې د سولې د مهمو مسایلو په اړه خبر نظر او لیدلوری څرګند کری او په افغانستان کې د سولې ارزښت او لومړیتوب په برخه کې یې د نړیوالې ټولنې په ځانګړی ډول د اړوندو هېوادونو د پام غوښتونکی شو.
د سولې عالی شورا مشر ددې ترڅنګ چې د سولې عالی شورا لاسته راوړنې له ګډون والو سره شریک کړې، له دې بهیر څخه د نړیوالې ټولنې پر ډېرې همغژی ټینګار وکړ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=117418

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *