د افغانستان سولې بهیر پر کوم لور روان دی؟

  • خپرول: ۱۶ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: لید لوری او مقاله
  • د خبر شميره: 103558

مشتاق رحیم

څېړونکى

د امریکا حکومت له خوا د افغان سولې لپاره د ځانګړی استازی په توګه د زلمی خلیلزاد تر ټاکل کېدو را وروسته د افغان سولې په بهیر کې ډراماټیک تیزوالی راغلی.

په تېرو څلورو میاشتو کې د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ درې رسمی ناستې شوې. د دغو ناستو وروستۍ غونډه په قطر کې د پلان پرخلاف شپږ ورځې روانه وه.

تمه دا وه چې کېدی شی دواړه خواوې کوم ځانګړی جوړجاړی ته ورسېږی او د سولې بهیر په لړ کې به ښکاره پرمختګ وشی، خو د تمې پرخلاف غونډه یوازې په مطبوعاتی بیانیو پای ته ورسېده.

مطلب دا چې د سولې بهیر له ډېرو هلو ځلو وروسته هم دا مهال کوم ځانګړی لوری نه لری.

د قطر وروستۍ ناستې نه پس د سولې د بهیر د بری په صورت کې د موقت حکومت جوړول تر ډیره د ولس او سیاستوالو ترمنځ د بحث لامل ګرځېدلی.

یو شمېر سیاستوال او د هغوی پلویان سوله د موقت حکومت په بدل کې غوره جوړجاړی ګڼی، خو د موقت حکومت طرحې د افغان ولس ترمنځ د نویمې زیږدیزې لسیزې په پیل کې د مجاهدینو د تنظیمونو ترمنځ جوړ د موقت حکومت او له هغه وروسته خد ونړیو کورنیو جګړو غمجنې خاطرې را ژوندۍ کړې دی.

د افغانانو له کورنی تاریخ اخوا په نړیواله کچه هم د موقتو حکومتونو تجربه تر ډېره بریده ناکامه او د کورنیو جګړو لامل ګرځېدلې.

په دې لړ کې د بېلګې په توګه د مرکزی افریقا جمهوریت او سوېلی سوډان کې له خپلواکۍ وروسته ناکام موقت حکومتونه د یادونې وړ دی.

د نظام ړنګول

په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر د پخوانی مشر شیرمحمد عباس ستانکزی وروستیو خبرو چې ګوندې له سولې وروسته به ملی اردو منحل او نوی اردو جوړ کړی، دا وېره پیدا کړې چې ګوندې یو وار بیا به د افغانستان نظام له منځه یووړل شی.

اوسنی حالت کې د افغانستان حکومت او امریکا د سولې د بهیر په اړه سره یوه خوله نه دی. همدا راز د افغانستان حکومت او سیاستوال هم په دوه جلا کرښو کې ولاړ دی.

بل لور ته سیمه ییز لوبغاړی لکه روسیه او پاکستان د خپلو سیاسی موخو ترلاسولو لپاره منډې ترړې وهی.

دې وضعیت ته په کتو په افغانستان کې د یوې تلپاتې سولې راتګ ننګونو سره مخ دی.

د افغانستان حکومت د ۲۰۱۸ کال لومړیو کې د سولې لپاره زړور ګامونه پورته کړل چې له کبله یې طالبان تر خورا ډېر فشار لاندې راغلل.

خو وروستیو کړنو د حکومت د نېک نیت په اړه شکونه پیدا کړی. د بېلګې په توګه افغان ولسمشر تېر کال د فبرورۍ په میاشت کې په کابل کانفرانس کې د بې قید و شرطه مذاکراتو وړاندیز وکړ، خو بیا یې په نومبر کې په جنیوا کانفرانس کې د سولې نوې نخچه چې خورا ډېرو وضاحتونو ته پکې اړتیا وه وړاندې کړه.

همدا راز، د سولې د شورا په شتون کې د یوې خورا کمزورې مذاکراتی ډلې او د سولې د مشورتی بورډ د جوړېدو اعلانول هغه ګامونه وو چې د سولې ټول بهیر یې له یو څه ګډوډۍ سره مخامخ کړ.

د یادونې وړ ده چې افغان ولسمشر د خپل ټیم ځینې هغه تکړه غړی هم د تېرو څو میاشتو په اوږدو کې له لاسه ورکړل چې د سولې په څېر حساسو مسایلو کې یې شتون حکومت ته ډېر مهم و.

دوه صفونه

په دغه لړ کې دده سلاکاران هر یو حنیف اتمر او اکرم خپلواک هغه نومونه وو چې د سولې په برخه کې یې د افغان حکومت چارې په تېرو څلورو کلونو کې تنظیم کړې وې.

بل خوا د ولسمشر او د هېواد د ځینو سیاسی څېرو ترمنځ واټن چې له پخوا موجود و، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې لا پسې پراخ شوی.

له همدې کبله دا مهال د سولې د بحث په لړ کې حکومت په یو صف او له حکومته د باندې سیاستوال بل صف کې لیدل کېږی.

طالبان باید په مذاکراتو کې د حکومت ګټلو پرځای د خپلې مبارزې موخې، چې له هېواده د بهرنیو پوځیانو ایستل وو، لومړیتوب وګرځوی.

د سیاستوالو وېش د افغان حکومت او سولې د بهیر لپاره ننګونه ده، خو د سولې د راتلونکو پړاوونو په اړه د دغه ډلو دریځونه هم د اندېښنې وړ دی، چې د موقت حکومت ملاتړ یې په سر کې دی.

د سیاسی څېرو خپلسرو کړنو په لړ کې روانه اونۍ یو شمېر سیاسی مشران مسکو ته د بین الافغانی مذاکراتو تر عنوان لاندې د طالبانو او له بهره ورغلیو افغانانو سره ناسته لری.

په داسې یوه غونډه کې چې د افغانستان د حکومت رسمی استازی پکې حضور نه لری، د سیاسی نخبه ګانو ګډون د طالبانو هغه هڅه بریالۍ کوی چې غواړی د افغانستان نظام او حکومت حیثیت تر پوښتنې لاندې راولی او یا یې هم له بهیر څخه د باندې کړی.

دا ډول ناستې به هغه نظام چې د دفاع او پیاوړتیا لپاره یې افغانانو خورا ډېر تاوان ګاللی، له سختو ننګونو سره مخ کړی.

بله خوا به دا ډول ناستې د عباس ستانکزی هغه طرحه هم پیاوړې کړی چې د افغان ملی پوځ د منحل کېدو په اړه یې په خپله وروستۍ مرکه کې یاده کړې وه.

که څه هم په کابل کې د روسیې سفارت اعلان کړی چې دا غونډه په مسکو کې مېشتو افغان کډوالو جوړه کړې او د روسیې حکومت کوم رول پکې نه لری، خو دا یوه مالومه خبره ده چې د روسیې په څېر هېواد کې دا ډول غونډې د حکومتونو له ملاتړ پرته شونې نه وی.

داسې مهال چې د افغانستان د سولې بهیر تر بل هر وخت ډېر حساس پړاو کې دی، اړینه ده چې افغان حکومت، سیاستوال او طالبان مسوولانه چلند وکړی.

حکومت چې دا اوس د سیاستوالو سره په یو ډول سړه جګړه کې ښکېل دی د هېواد په کچه د ستر مسول په توګه باید خپل د ولسمشرۍ ټاکنیز سیاست د سولې له سیاست څخه را بېل کړی او د سیاسی اجماع لپاره جدی کار وکړی.

سیاستوال دې هم د حکومت سره د مخالفت پرځای د حالاتو حساسیت درک کړی او د سولې په چارو کې دې نظام اصل وګرځوی.

همدا راز، طالبان باید په مذاکراتو کې د حکومت ګټلو پرځای د خپلې مبارزې موخې، چې له هېواده د بهرنیو پوځیانو ایستل وو، لومړیتوب وګرځوی.

که داسې یې وکړل نو ښایی ولس یوه ورځ حکومت دوی ته د سیاسی مبارزې په بدل کې ورکړی.

که په افغان کشاله کې ښکېلو خواوو مشرتابه خپلې موخې سره همغږې نه کړی او د شخصی ګټو پرځای ملی ګټې لومړۍ نه کړی، نو وېره ده چې افغانستان د نویمې لسیزې کورنۍ جګړې یو وار بیا ووینی.

خو توپیر به یې دا وی چې دا ځل ښایی د جګړې اور دومره تود وی چې د افغانستان وجود ته خطر پېښ کړی.

افغان ولس د سولې غوښتونکی دی، خو د یوې داسې سولې چې ثبات یې تضمین وی، د افغانستان راتلونکی برخلیک پکې روښانه وی، نه دا چې د تېرو تجربو په څېر موقت جوړجاړی وشی.

*مشتاق رحیم د شخړو او سولې کارپوه، څېړونکی او شنونکی دی. نوموړی په کابل کې د افغانستان د چارو د مرکز Afghanistan affairs council د رهبرۍ هیات غړی هم دی. په دې لیکنه کې ټول نظرونه په لیکوال پورې اړه لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=103558

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




97 − 93 =