د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو له احتمالی نوماندانو سره د بلک واټر شرکت مشر پټې لیدنې

  • خپرول: ۱۶ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 87707

د دری نیوز راپور له مخې، نیویارک ټایمز ورځپاڼې له ځینو افغان چارواکو او د ولسمشریزو ټاکنو له احتمالی نوماندانو سره د بلک واټر امنیتی شرکت مشر اریک پرنیس د لیدنې څخه خبر ورکړی دی.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلی چې له ځینو چارواکو، سیمه ییزو قوماندانو او د ولسمشریزو ټاکنو له احتمالی نوماندانو سره د اریک پرنیس لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې چې دی د جګړې خصوصی کولو او د افغانستان کاڼوڼو د ایستلو په موخه هڅه کوی.
د یاد راپور له مخې، ټول هغه کسان چې له اریک پرنس سره لیدنه کړې، له واک څخه د اشرف غنی د ګوښه کېدو غوښتونکی دی او په کابل او امریکا کې د اریک پرنس واک غوښتنه لامل شوی ترڅو اشرف غنی هم له ده سره لېوالتیا ونه لری.
په دې راپور کې راغلی چې د بلک واټر امنیتی شرکت مشر څو ځلې له ولسمشر غنی سره د لیدنې غوښتنه کړې خو د افغانستان ولسمشر د پرله پسې غوښتنو سربېره له ده سره د لیدنې څخه ډډه وکړه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87707

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *