د افغانستان د وروستیو سېلابونو له امله ۲۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

  • خپرول: ۳۱ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 113635

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت په هېواد کې د وروستیو دوه میاشتو د زیانونو او مرګ ژوبلې په اړه یو راپور وړاندې کړی دی.
ددې وزارت ویاند مرستیال حشمت بهادری ویلی، د ۱۳۹۷ کال د کب میاشتې له یولسمې نېټې راهیسې څه باندې ۲۰۰ کسانو په ټول افغانستان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه راز د یادې نېټې راهیسې څه باندې ۱۰۰ تنه ټپیان شوی او نېږدې ۲۵ نور لادرکه شوی دی.
بهادری زیاته کړه: په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله څه باندې ۱۹ زره هستوګنیز کورونه ویجاړ شوی چې څه باندې ۴ زره یې په بشپړه توګه لمنځه تللی او ۱۵ زره نور یې په متوسطه توګه ویجاړ شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=113635

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *