د افغانستان د ملی پولیسو په زندانونو کې د شکنجې مخنیوی

  • خپرول: ۲۸ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: د کورنیو چارو وزارت
  • د خبر شميره: 84722

د کورنیو چارو وزارت د ارزونې د عمومی رییس پاسوال عبدالضیاء کوهستانی په مشرۍ د افغانستان د ملی پولیسو په زندانونو کې د شکنجې د مخنیوی په موخه؛ یو ورځنی سمینار پرانیستل شو.

په دې سمینار کې؛ د کورنیو چارو وزارت ځینو رییسانو هم ګډون درلود، چې د افغانستان د ملی پولیسو په زندانونو کې د ځورونې په مخنیوی ټینګار وشو.

د کورنیو چارو وزارت د بشری حقونو، د ښځو چارو او ماشومانو د حقونو مشرې مل پاسوال حکمت شاهی رسولی، د جیډو له بنسټ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د جیډو بنسټ له تېرو دوو کلونو راهیسې د کورنیو چارو وزارت سره د ملی پولیسو په زندانونو کې د ځورونې د مخنیوی په برخه کې همکاری لری.

آغلې رسولی د جیډو له بنسټ څخه غوښتنه وکړه، چې د پولیسو د ظرفیت د لوړونې پروګرامونه دې له پلازمېنې څخه ولایتونو ته وغځوی.

د سمینار په لړ کې د جیډو بنسټ استازې رحیمه نوری وویل، چې د جیډو بنسټ اصلی موخې د معیاری ښوونیزو سمینارونو او ورکشاپونو جوړل دی؛ تر څو په زندانونو او د ملی پولیسو د ظرفیت د لوړونې په برخه کې د کورنیو چارو وزارت ستونزې حل شی.

له دې سره د مردمی پولیسو او ۱۱۹ شمېرې رییس الحاج پوهیالی مل پاسوال محمد انعام هوشمند په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د دوی پولیس ورځ تر بلې د پرمختګ او پیاوړتیا په حال کې دی.

ښاغلی هوشمند د مردمی پولیسو له خوا د شوراګانو رامنځته کول ګټور وباله او زیاته یې کړه، چې اوس مهال دوی په ټول هېواد کې ۳۳۶ شوراګانې لری او له دې لارې یې وکولای شو، چې د ۱۸۲۰۰ تنو تایید او تصدیق تر لاسه کړی.

سمینار د پوښتنلیکونو په وېش، ګډ کار او د پایلو په ترلاسه کولو پای ته ورسېد.
 

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=84722

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *