د افغانستان د سولې په پروسه کې شته ابهامونه

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 104394


Fb-Button

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ (۲۰۱۹م کال د فبرورۍ ۶مه) د خپل هېواد کانګرېس ته په کلنۍ وینا کې وویل: «ما په افغانستان کې د یوې سیاسی روغې جوړې لپاره خبرې اترې چټکې کړې دی. د امریکا حکومت په افغانستان کې د طالبانو په ګډون له مختلفو افغان ډلو سره رغنده خبرې لری او که دغو خبرو پرمختګ وکړ، بیا په افغانستان کې ځواکونه کمولی شو او تمرکز به له ترهګرۍ سره پر مبارزه وی.»

د امریکا ولسمشر له دې وړاندې له سی بی اس تلویزیون سره هم په یوه مرکه کې ویلی وو، چې له افغانستانه به خپل عسکر وباسی او په دغه هېواد کې به امریکا یوازې پر استخباراتی چارو تمرکز وکړی؛ خو د نوموړی د دې پرېکړې پر وړاندې د امریکا د سنا مجلس مخالفت کوی او هڅه یې دا ده چې ټرمپ له افغانستانه امریکایی عسکر ونه باسی. افغان ولسمشر هم د ټرمپ له دغې پرېکړې نا خوښ ښکاری او هڅه کوی، چې ټرمپ له خپلې پرېکړې واوړی. ځکه په قطر کې د طالب او امریکایی استازو له وروستیو خبرو اترو وروسته یې ټرمپ ته یو لېږلی او له ټرمپ څخه یې غوښتنه کړې، چې له افغانستانه خپل ټول سرتېری ونه باسی.

د افغان سولې په اړه که څه هم په اوس‌مهال کې تر بل هر وخت هیلې زیاتې شوې دی؛ خو لا هم له افغانستانه د امریکایی سرتېرو د وتلو، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو او راتلونکی نظام د څرنګوالی په اړه ځینې ابهامونه شته، چې دلته مو پرې بحث کړی دی.

د امریکا ـ طالبانو خبرې اترې

د امریکا او طالبانو ترمنځ له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د افغان سولې په تړاو څو ځله مخامخ خبرې وشوې او د خبرو دا پروسه په خورا چټکۍ مخ ته روانه ده. که څه هم په ابوظبۍ کې د دواړو لورو ترمنځ له درېیمې ناستې را وروسته د اجنډا پر سر د اختلاف له امله د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډېدې؛ خو دا خبرې د دواړو لورو ترمنځ بېرته پیل شوې او په څلورمه ناسته کې په ډېرو موضوعاتو بحثونه وشول.

د څلورمې ناسته په اړه تمه دا وه، چې دواړه لوری به د بحثونو د پرمختګ په اړه ګډه اعلامیه خپره کړی. ځکه رسنیو په دغو خبرو کې د زیات پرمختګ او د مختلفو موضوعاتو په اړه (له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو مهالوېش، د بندیانو تبادله، اوربند، لنډمهاله حکومت، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو زمینه برابرول او د امریکایی ځواکونو له وتلو وروسته نورو ته له افغانستان څخه خطر نه پېښېدل) د یوې عمومی هوکړې په توګه خپاره کړل.

د قطر له ناستې وروسته زلمی خلیلزاد له دغو خبرو خوښی وښوده او ویې ویل، چې «له طالبانو سره په شپږ ورځنیو خبرو کې رغنده او حیاتی بحثونه وشول او په دغو بحثونو کې د پام وړ پرمختګونه هم شوی دی؛ خو تر اوسه کومه وروستۍ هوکړه نه ده شوې.» طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې «د مذاکراتو په دې پړاو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او نورو مهمو مسائلو بحث او پرمختګ وشو.»

له دې ټولو سره سره لا هم د سولې بهیر له یو ډول ابهام سره مخ دی او ځانګړی لوری یې معلوم نه دی. ځکه له یوې خوا د سولې خبرې تر ډېره د بندو دروازو تر شا دی او جزئیات یې څرګند نه دی، له بلې خوا له روانې پروسې سره د افغان حکومت مخالفت او له امریکا سره یې د اړیکو راتلونکی، هغه څه دی چې په اړه یې اندېښنې زیاتې شوې دی.

په خبرو کې مبهم ټکی

د افغانستان په څېر یوه جګړه ځپلی هېواد کې د سولې هر ګام خلکو ته خورا هیله بښونکی ښکاری. د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې روانو خبرو ته هم افغانان خوښ دی او تمه یې دا ده چې همدا خبرې روانه جګړه پای ته ورسوی؛ خو په دغو خبرو کې لا هم لاندې څو موارد په یو ډول ابهام کې دی:

لومړی: په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د سولې پر وړاندې ستر خنډ بلل کېږی او په روانو خبرو کې هم تر ټولو مهمه موضوع ده، چې په اړه یې لا هم وروستۍ پرېکړه نه ده شوې. د امریکا کانګرس ته د ټرمپ وروستۍ وینا او له دې وړاندې له سی بی اس تلویزیون سره د نوموړی مرکه ښیی، چې امریکا له افغانستانه خپل سرتیری باسی؛ خو د امریکا د واکمن ولسمشر له دغې پالیسۍ سره د امریکا د سنا مخالفت او خپله د ټرمپ د خبرو دا برخه چې وایی: «که ځواکونه باسی نو پر استخباراتی چارو به تمرکز زیاتوی.» هغه ټکی دی، چې په افغانستان کې یې د بهرنیانو حضور مبهم کړی دی.

دویم؛ د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو روانې پروسې ته تر ډېره د پاکستان او امریکا د معاملې په سترګه کتل کېږی. پوښتنې دا دی چې ولې پاکستان له لسیزو وروسته د افغان سولې په اړه همکاری کوی؟ په دې برخه کې یې ګټې څه دی؟ ایا پاکستان ته څه ورکړل شوی چې همکاری وکړی؟ که ورکړل شوی دا یوازې د امریکا او پاکستان ترمنځ معامله ده او که د افغانستان په اړه هم له پاکستان سره معامله شوې ؟ دا پوښتنې ځکه پیدا کېږی چې افغان ولسمشر په خپلو خبرو کې د ګندمک د معاهدې یادونه وکړه او په ټینګار سره یې وویل، چې «هیڅ مور داسې زوی نه دی زیږولی چې پر ما د کندمګ په شان تړون لاسلیک کړی.»

درېیم؛ د سولې په روانو کې خبرو کې افغان حکومت او طالبان د یو او بل خلاف دریځونه لری. طالبان نه غواړی له افغان حکومت سره خبرې وکړی او افغان حکومت له خپل حاکمیت پرته د سولې هیڅ راز خبرې نه منی. په روانه پروسه کې یو بل ابهام همدا دی چې ایا د افغانستان د راتلونکی په تړاو به د امریکا او طالبانو ترمنځ تفاهم کېږی او که افغان حکومت به هم په کې ورګډېږی، یعنې د سولې به روانو خبرو کې به وروستی تصمیم د امریکایانو او افغانانو ترمنځ وی او که یوازې د افغانانو ترمنځ وی؟ دا جدی مسله ده. ځکه که امریکا د افغان حکومت له دغه دریځه ملاتړ وکړی، ښایی طالبان یو ځل بیا له خبرو پر شا شی او که ملاتړ یې نه کوی، ښایی د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې خرابې شی.

څلورم؛ د سولې په روانو خبرو کې طالبان د اساسی قانون د تعدیل او په ټولیز ډول د نظام په جوړښت کې د اصلاحاتو خبرې کوی؛ خو د ابهام ټکی په‌کې دا دی چې آیا راتلونکی نظام به طالب محوره (لکه د ایران د اوسنی نظام په شان چې د خپل هېواد د مذهبی مشرانو تر نفوذ لاندې دی) وی، چې نور ورسره ولاړ وی او که هر څوک کولای شی، له یوې ټاکلې مودې وروسته د طالبانو له هر ډول نفوذ څخه پاک حکومت ترلاسه کړی؟

پایله

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په روانو خبرو کې له افغانستانه د بهرنیانو وتل، تر ټولو مهمه موضوع ده چې طالبان یې په اړه کلک دریځ لری؛ خو د ټرمپ له وروستۍ وینا داسې ښکاری، امریکا په دې لټه کې ده، چې په یو ډول نه یو ډول خپل حضور په افغانستان کې وساتی. ښایی په افغانستان کې له اوسنیو شته زرګونه امریکایی سرتیرو څخه یې اکثریت له افغانستان وایستل شی؛ خو لکه څنګه چې ټرمپ وویل امریکا به په افغانستان کې خپل استخباراتی کسان ساتی او هڅه یې دا ده چې پر طالبانو دا ومنی او په راتلونکی کې هم د افغانستان په خاوره کې د ځان لپاره ځای ولری.

له بله اړخه د سولې په روانو خبرو کې طالبانو تل له افغان حکومت سره خبرې رد کړې دی او تېره اوونۍ هم افغان حکومت د مسکو په ناسته کې ګډون نه درلود. طالبانو د مسکو په ناسته کې د افغانستان له مطرحو سیاسی، جهادی، قومی او مذهبی څېرو خبرې وکړې چې دا ناسته د بین الافغانی تفاهم لپاره لومړنی ګام بللی شو؛ خو افغان ولسمشر د مسکو د غونډې په ورځ په یوه تلویزیونی مرکه وویل، چې دغه سیاسیون اجرائیوی صلاحیت نه لری او هره هوکړه چې وی افغان حکومت به یې کوی؛  دا بیا هغه ستونزه ده چې د حل لپاره یې لارې چارې لا هم وخت ته اړتیا لری.

په ټوله کې داسې ښکاری چې که طالبان له امریکا سره د سولې په خبرو کې یوې نهایی هوکړې ته ورسېږی او دواړه لوری د جګړې له دوامه لاس واخلی، د بین الافغانی تفاهم یا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو موضوع هغه څه ګڼلی شو، چې ښایی د مسکو ناستې ته له افغانستانه تللی سیاسی او جهادی مشران یې د حل لپاره لاره هواره کړی او په یو ډول د دواړو لورو ترمنځ رامنځته شوی بن‌بست له منځی یوسی. پای