د افغانستان د روغتیا وزیر د ډاکترانو کاربندیز کابو کولو لپاره جلال اباد ته تللی

  • خپرول: ۲۷ سنبله ۱۳۹۶
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 37195

د انځور حقوق
FB

Image caption

حکومتی چارواکی اوس په دې هڅه کې دی چې څنګه روغتیایی کارکوونکو او ډاکترانو ته د کار د بیا پیلولو لپاره قناعت ورکړی

د افغانستان په ختیځ ښار جلال اباد کې ډاکترانو او د روغتیایی څانګو اړونده کارکونکو د امنیتی اندېښنو له امله کاربندیز کړی، ډاکټران او روغتیایی کارکونکی وایی، له ربړونو باج غوښتلو او له مرګونو ګواښونو یې زغم پای ته رسېدلی دی.

حکومتی چارواکی اوس په دې هڅه کې دی چې څنګه دوی ته د کار د بیا پیلولو لپاره قناعت ورکړی.

د کاربندیز له اعلان څو ساعته وروسته د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز جلال اباد ته ورسېده او هلته یې د روغتیاپالانو استازی له ولایتی چارواکو سره مخامخ خبرو ته کېنولی چې څنګه کېدای شی کاربندیز پای ومومی او د روغتیایی کارکونکو ژوند ډاډمن شی.

بی بی سی ته ویل شوی، وزیر له ولایتی ادارې سره په یوه داسې لارې جوړولو غور کوی چې د زورواکۍ، غلا غدۍ او نورو وېرو سیوری د روغتیا له دالانه ایسته کړی.

  • ننګرهار کې پر روغتیایی خدمتونو او کاروبار د ناامنیو سیوری
  • ننګرهار کې پولیس پلټنه کوی چې وژل شوی ګلستان بې ګناه که بریدګر و
  • ننګرهار کې د کورنیو لبنیاتو غوړېدونکی بازار

د افغانستان د روغتیا وزیر د ورځې په پای کې وویل، د روغتیاپالانو ستونزې به پلازمینه کابل کې د لوړې کچې له چارواکو سره شریکې کړی. داسې برېښی چې سملاسی یې ننګرهار کې د هواری کومه لاره نه وه.

د انځور حقوق
FB

Image caption

د افغانستان د روغتیا وزیر وایی د روغتیاپالانو ستونزې به پلازمینه کابل کې له چارواکو سره شریکې کړی

ډاکتران او د روغتیایی خدمتونو نور کارکوونکی چې د اعتراض په توګه یې روغتیایی مرکزونه تړلی وایی، په ننګرهار کې وروستیو امنیتی اندېښنو او دوی ته متوجې ګواښونو یې ژوند ورتریخ کړی او ولایتی ادارې یې غږ نه دی اورېدلی.

د ننګرهار د حوزوی روغتون ډاګټر واحدالله حبیبی وایی، “وسله وال یې وخت نا وخت په مرګ ګواښی او ترې د پیسوغوښتنې کوی”.

په ختیځ کې د روغتیایی خدمتونو د ټولنې مشر نجیب الله صاحبزاده وایی، ننګرهار کې وروستیو امنیتی اندېښنو دوی اړ کړل چې کار بندیز وکړی.

ده زیاته کړه، ترهغې چې د دوی ژوند خوندی شوی نه وی او ستونزې یې نه وی حل شوی دوی به کاری اعتصاب ته دوام ورکړی.

یوازې د روغتیا د برخې کارکوونکی نه دی، په ننګرهار کې نور، سوداګر او کاروباریانو هم د خوندیتابه او امنیت د نشتوالی خبره کوی دوی وایی کېدای شی دوی هم د ډاکترانو په شان کاربندۍ ته اړ شی.

د ننګرهار د پولیسو مشر وایی، د امنیت د ښه کولو هڅې کوی چې نه یوازې د ډاکترانو او د روغتیا د برخې د نورو کارکوونکو امنیت ښه کړی، بلکې د عام ولس، سوداګرو او نورو ژوند هم خوندی وساتی.

د ننګرهار د پولیسو قومندان، عبدالرحمان رحیمی وویل، هغه دوه تنه یې هم نیولی چې څه وخت وړاندې یې په جلال اباد ښار کې له یوه سوداګر څلور نیم میلیونه افغانۍ د وسلې په زور تښتولې وې.

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

ننګرهار کې چې یو له ناامنو ولایتونو دی هره ورځ په سلګونو کسان د بېړنیو او نورو روغتیایی مرستو د ترلاسه کولو لپاره روغتونونو ته ځی.

د روغتیایی خدمتونو ټولنې د مالوماتو له مخې دلته په تېره یوه میاشت کې د روغتیاپالانو او روغتیایی کارکوونکو پر وړاندې ۱۱ پیښې شوی چې دوه یې درملتونونو ته د ماین چاودنې، دوه یې د ترور او۷ نورو ته یې ټلېفونی ګواښونه شوی.

ننګرهار ته د هېواد له ګڼو ولایتونو خلک د درملنې لپاره ورځی، که روغتیایی خدمتونه همداسې تړلی پاتې شی، د دغه ګڼ وګړی ښار ناروغان به لا ورنځیږی هغو ته لا لوی کړاو دی چې له ډېرو لېرې پرتو سیمو په خورا بد حالت کې د درملنې لپاره دغه ښار ته ورځی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=37195

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *