
د افغانستان د تولیداتو لومړنۍ جوپه د لاجورد له لارې ترکیې ته ورسېده
- خپرول: ۹ جدی ۱۳۹۷
- نوملړ: اقتصاد
- د خبر شميره: 96913
د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسولین وایی، تېره ورځ د سوداګریزو توکو ۹ کانټینرونه ترکیې ته ورسېدل.
د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، ددغې خونې د مشری پلاوی غړی احمد سعید عظیمان ویلی دا بستې چې پنبې، کشمش او د هندوانې تخم په برکې نیسی، له څوارلس ورځې وروسته ترکیې ته رسېدلی دی.
د یادونې وړ ده چې افغانستان د لاجورد له لارې د ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان او ترکیې لارو په واسطه له آزادو اوبو سره نښلول کېږی.
نظرات(۰ دیدگاه)