د افغانستان د تلپاتې پراختیا موخو اجرایوی کمېټې ناسته وکړه

  • خپرول: ۱۴ قوس ۱۳۹۷
  • نوملړ: د اجرائیه ریاست
  • د خبر شميره: 91755

د افغانستان د تلپاتې پراختیا موخو اجرایوی کمېټې نن خپله ناسته په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان د اسلامی جمهوریت د اجرائیه رئیس په مشرۍ وکړه.

په دې ناسته کې لومړی د بهرنیو چارو وزارت چارواکیو په جینوا کنفرانس کې د افغانستان د تلپاتې پراختیا موخو د شوې ناستې په اړه رپوټ وړاندې کړ او دغه ناسته یې بریالۍ وبلله. هغوی وویل، چې نړیوالې ټولنې د افغان حکومت اقدامات او اصلاحات وستایل او له افغانستان سره یې د خپلو همکاریو تعهد تازه کړ. د دې ترڅنګ بهرنیو چارو وزارت مسوولانو وویل، چې له افغان سولې د نړیوالې ټولنې ملاتړ هم لاسته راوړنه وه، چې په وینا یې د جینوا کنفرانس ټولو ګډونوالو په یوه خوله له افغان سولې ملاتړ وکړ.

همدارنګه د اقتصاد وزارت له لوری په جینوا کنفرانس کې ـ د افغانستان د تلپاتې پراختیا موخې ـ فرصتونه او ننګونې ـ تر عنوان لاندې د شوې ناستې په اړه رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې دغه ناسته هم د افغانستان له تمې سره سمه پر مخ یوړل شوه.

په دې ناسته کې دغه راز د افغانستان د جمعیتی تحولاتو، فرصتونو او د جینوا کنفرانس کې د شویو ژمنو په تعقیب هم خبرې وشوې.

د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له اړونده ادارو مننه وکړه، چې د جینوا کنفرانس او ورسره د شویو نورو ناستو په بریالیتوب ترسره کولو کې یې هڅې کړی دی. هغه له ټولو ادارو وغوښتل چې شوی اصلاحات تعقیب او د نورو اصلاحاتو د رامنځته کېدو په اړه جدی همکاری وکړی.

اجرائیه رئیس وویل، چې ټول وزارتونه باید په خپلو پروژو کې د تلپاتې پراختیا موخې جدی ونیسی او په راتلونکی کال کې هیله شته چې افغانستان په دې برخه کې لا ډېر اساسی ګامونه واخلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=91755

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *