د افغانستان د اسلامی جمهوریت د اجرائیه ریاست اعلامیه د بې ثباتۍ رامنځته کول د هېڅ لوری په ګټه نه دی

  • خپرول: ۱۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: د اجرائیه ریاست
  • د خبر شميره: 102890

د ملی یووالی حکومت په یوه خاصه تاریخی مرحله کې د ټاکنو د دوو مخکښو ټاکنیزو ټېممونو ترمنځ د یوه مشروع او کارا حکومت د ایجاد، د ثبات د ساتلو او سیاسی اجماع، اصلاحاتو، د همکارۍ روحیې او ګډو پرېکړو ته د پایبندۍ په موخه د کورنیو او بهرنیو څارونکیو په حضور کې رامنځته شو.

د اجرائیه ریاست د دویم مرستیال استاد محمد محقق د عزل کېدو په اړه وروستی خبر د ملی یووالی حکومت د تشکیل د سیاسی هوکړه لیک له روحیې سره په ټکر کې دی. هر ډول یو اړخیز او د ملی یووالی حکومت د روحیې خلاف تصمیم په دې حساسو تاریخی شېبو کې د ملی یووالی، د ګډې همکارۍ د کمزوری کېدو او د بې ثباتۍ د تحریک لامل ګرځی.

د ملی یووالی حکومت چې د ۲۰۱۴ کال بحرانی ټاکنو څخه وروسته د کابل د موافقتنامې پر اساس رامنځته شو، تر راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو او د یوه راتلونکی مشروع حکومت تر تشکیل پورې خپل کار ته دوام ورکوی.

د افغانستان اسلامی جمهوریت اجرائیه ریاست

۴ سلواغه ۱۳۹۷

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=102890

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




99 − = 96