د افغانستان دخپلواکۍ سلمه کلیزه ولمانځل شوه

  • خپرول: ۲۸ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 131304

ولسمشر غنی د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په یاد غونډه کې، ټینګار وکړ چې ترهګر د ډیورنډ هغې غاړې ته پټن‎ځایونه لری او د ډیورنډ کرښې هغې غاړې خلک هم باید د دغو ځالو د له‎منځه وړلو لپاره همکاری وکړی.
ولسمشر غنی د شنبې شبې د ځانمرګی برید په غبرګون کې وایی، چې دولتی ځواکونه، د هېواد په هره برخه کې به د داعش ډلې غړی په نښه کړی او د دې دلې ولې به وروچې کړی.
ښاغلی غنی نن د دوشنبې(د زمری په ۲۸مه) له غرمې مخکې د ملی دفاع وزارت دننه د خپلواکۍ څلې ته د ګلو ګېډې کېښوده.
افغان حکومت د خپلواکۍ ګټلو د سلمې کلیزې لپاره زیات شمېر چمتو کړی، پروګرامونه ځنډولی او حکومت یوازې په پلازمېنه کې د ګلو ګېدۍ په کېښودولو او تر خوا یې د ولسمشر په لنډه وینه بسنه وکړه.
هغه وینا چې د شنبې په شپه کابل کې د یوه هوټل دننه د واده پر مراسمو ځانمرګی برید باندې راڅرخی او دا هم په کې یادېږی چې دا ډول بریدونه له ډیورنډ پورې غاړې پلانېږی او د ترهګرۍ رېښه هم له ډېورنډ پورې غاړې ده.
ولسمشر محمد اشرف غنی وویل:«زه د ډیورنډ کرښې هغې غاړې خلکو ته چې ډېر بشرپاله او سوله غوښتونکی دی او همدارنګه د جګړې قربانی او ترهګرۍ قربانی هم دی، غږ کوم چې له هرې تګلارې سره دوی کولای شی، په سیمه کې د ترهګرۍ د تولید او روزنې مرکزونه په نښه کړی.»
کابل وروستیو اوونیو کې جلا رنګ خپل کړی و او ډېری برخې یې د خپلواکۍ ورځې لپاره ښکلې شوې وې.
خو په همدې ورځو کې هم خلکو د امنیت په تامین ټینګار کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=131304

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *