د افغانستان خپلواکی د سلمې کلیزې په جشن کې د غنی ژمنې

  • خپرول: ۲۸ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 131286

ولسمشر غنی د افغانستان خپلواکی د سلمې کلیزې په مناسبت د داعش پر وړاندې پر ملی پاڅون د ټینګار ترڅنګ وویل چې د ډیورند کرښې اخوا د ترهګر ځالې هم باید لمنځه یوړل شی.
ولسمشر غنی نن دوشنبه په کابل کې د افغانستان خپلواکی د سلمې کلیزې په جشن کې د کابل په لوېدیځ کې د واده پر مراسمو برید ته په اشارې سره وویل چې دښمنان دومره خوار شوی چې د واده پر مراسمو ترهګریز برید ترسره کوی
ده وویل، طالبان ددې برید پړه په ردولو سره نشی کولای مسولیت له ځانه خلاص کړی، ځکه د داډول بې رحمانه وژنو بنسټ دوی اېښی او تل یې په جوماتونو، ښوونځیو او عامه ځایونو کې بریدونه کړی او مسولیت یې پرغاړه اخیستی دی.
دده په وینا، د ملکی مرګ ژوبلې اصلی مسول طالبان دی، ځکه دې ډلې د نورو ترهګریزو ډلو لپاره لاره هواره کړې ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=131286

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *