د افغانستان حاجیانو لومړنۍ الوتنه د چهارشنبه په ورځ ترسره کېږی

  • خپرول: ۱۸ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 126104

ټاکل شوې د افغانستان حاجیانو لومړنی کاروان د روانې اونۍ چهارشنبه یا پنجشنبه په ورځو کې مکې مکرمې ته لاړ شی.
د فارس په حواله، د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د عمومی اړیکو مدیر ناصرالدین دریځ وویل لکه څرنګه چې تاسې پوهېږئ د هغو کسانو شمېر چې له هر هېواد څخه لېږل کېږی، د هېوادونو د نفوسو له مخې ټاکل کېږی.
ده زیاته کړه: د افغانستان د نفوسو له مخې په روان کال کې هم لکه د تېرکال په څېر ۳۰ زره هېوادوال به حج ته ولېږل شی.
دریځ په عربستان کې د حاجیانو د مېشتېدو په اړه هم وویل چې ټاکل شوې سږکال حاجیان له یوې ورځې څخه تر ۴۵ ورځو په عربستان کې مېشت وی، خو ډېری کسان به د ۴۵ ورځو لپاره په دې هېواد کې مېشت وی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=126104

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *