د افغانستان بانک نن ۳۲ میلونه ډالر بازار ته وړاندې کوی

  • خپرول: ۲۴ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 83519

ټاکل شوې ده چې د افغانستان بانک نن ۳۲ میلونه ډالر بازار ته وړاندې کړی.

د افغانستان بانک عمومی رئیس خلیل صدیق ازادۍ راډیو سره په خبرو کې بازار ته د لسګونو میلونو ډالرو د وړاندې کولو د اهدافو په اړه وویل :

” دوه عمده دلیله لری .یو د اسعارو پلورل دی چې د پولی سیاست یوه وسیله ده .په دې مفهوم چې د ډالرو په پلورلو سره له مارکیټ نه اضافی افغانۍ راټولیږی. او دوهم دا چې که ووینو چې د افغانۍ ارزښت په بې سابقه ډول بدلیږی نو بیا د مرکزی بانک دنده ده چې مداخله وکړی.”

د افغانستان بانک رئیس وویل د همدغو اهدافو په خاطر دا بانک له تیرو پینځلسو کلونو راهیسې په کلنی ډول بازار ته له دوه تر درې میلیارده ډالر وړاندې کوی.

د افغانستان بانک په داسې وخت کې بازار ته ۳۲ میلونه ډالر وړاندې کوی چې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په بې سابقه ډول کم شوی دی.

د کابل د اسعارو په بازارونو کې دا وخت یو ډالر په ۷۶ عشاریه ۶۰افغانۍ پلورل کیږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=83519

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *