د افغانستان او چین ترمنخ د رېل ګادی سوداګریزې لارې پرانیستل

  • خپرول: ۲۳ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 108487

د افغانستان ـ چین تر منځ د واخان کاریدور شرکت له لوری د رېل ګاډی سوداګریزې لاره پرانېسته وشوه.
د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنعت وزارت د دغې لارې پرانېسته د افغانستان او چین تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو لامل بولی او وایی چې له دې وروسته له دغې لارې نه یوازې دا چې افغانستان واردات کېږی، بلکې د افغانستان د صادراتو کچه به هم ورسره لوړه شی.
د دغه وزارت مرستیال ظهور الدین شېرزاد د پنجشنبې په ورځ د دغې پرانېستې غونډې پر مهال وویل:
“خوښ یم چې نن له افغانستانه چین ته واخان کاریدور شرکت له لوری د رېل ګاډی په وسیله لومړنۍ صادراتی محموله پرانیزو، هیله مند یم چې د دغې لارې پرانیسته د افغانستان او چین تر منځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړی.”
د دغه وزارت په خبره، د افغانستان د حیرتانو له لارې به چین ته افغانی محصولات لکه غالۍ، وچې او تازه مېوې، تالک، د مرمرو ډبرې او یو شمېر نور مدنی توکې استول کېږی.
د غونډې ګډون‌والو د افغانستان چین ترمنځ پر سوداګریزې راکړې ورکړې ټینګار وکړ او ویې ویل چې د تېرو څو کلونو راپه‌دېخوا د دغو دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108487

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *