د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریز نندارتون پرانستنه

  • خپرول: ۲۱ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 82979

د افغانستان او هند دوهم نړیوال نندراتون نن چهارشنبه د هند په ممبی ښار کې پرانستل شو.
د هېواد اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله د دې نندارتون په پرانیستغونډه کې د نندارتون پرانیستنه د هند او افغانستان لپاره لویه بریا وبلله او هغه یې د هند، افغانستان او نورې نړۍ د سوداګریزو اړیکو پراختیا کې مهم بولی.
ده زیاته کړه چې تېر کال د هوساینې پر لور نندارتون کې د راکړې ورکړې اندازه ۲۴۰ میلیونو ډالرو ته ورسېده.
ښاغلی عبدالله همداراز زیاته کړه چې د ملی یووالی حکومت یو شمېر مهم اصلاحات رامنځته کړی تر څو هېواد کې د پانګونې زمینه برابره شی.
اجرائیه رئیس څرګنده کړې ده چې افغانستان د هند په ګډون له ډېرو هېوادونو سره د ځمکې او هوا له لارې راکړه ورکړه لری او توکی په فغانستان کې خلک خوښوی.
هغه څرګنده کړه:«موږ له سیمې هېوادونو سره د اړیکو پراختیا لیوالتیا لرو او هڅه کوو چې له سیمې څخه پراخې اړیکې ولرو.»
په همدې حال کې نندارتون کې افغانستان کې د امریکا سفیر د هېواد ښې راتلونکې لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.
دا نندارتون د څلورو ورځو لپاره دی چې په کې افغان سوداګرو لاسی جوړ شوی توکی، کرنیز توکی او ګرانبیه ډبرې نندارې ته وړاندې کړې دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=82979

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *