د افغانستان او فلسطین ترمنځ د فوټبال لوبه په مساوی توګه پای ته ورسېده

  • خپرول: ۲۹ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: ورزش
  • د خبر شميره: 78301

د افغانستان او فلسطین لوبډلو د یکشنبه په شپه د هېواد فوټبال فدراسیون په لوبغالی کې له یوبل سره لوبه وکړه چې په پایله کې لوبه په مساوی توګه پای ته ورسېده.
دواړو غاړو په لومړۍ او دویمه نیمه کې بریدونه وکړل خو د افغانستان او فلسطین ګول ساتوونکو څو ځله هغه ګولونه ونیول، چې کېدای شول په ګول بدل شی.د افغانستان او فلسطین د ګول ساتوونکو او د دفاعی لوبغاړو همدا په زړه پورې لوبه د دې لامل شوه، چې لوبه پرته له کوم ګول نه مساوی پای ته ورسېږی.نننی دوستانه لوبه د افغانستان په کوربه توب په پلازمېنه کابل ښار کې ترسره شوه.دا لومړی ځل دی چې د افغانستان فوټبال فډراسیون له شاوخوا پنځه کاله وروسته په هېواد کې دننه د یوې بهرنی لوبډلې کوربه توب کوی.دغه لوبه د افغانستان د خپلواکی د ۹۹ یمې کلیزې په مناسبت او د افغانستان په بلنه ترسره شوه.د یادونې وړ ده چې د افغانستان فوټبال ملی لوبډله تر دې مخکې د فلسطین په وړاندې په دوو لوبو کې ماتې منلې وه او یوه یې مساوی کړې وه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=78301

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *