د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د کرکټ سیالۍ د وروستۍ لوبې له ترسره کېدو پرته د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده

  • خپرول: ۳ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: ورزش
  • د خبر شميره: 78993

د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ سیالۍ د وروستۍ لوبې له ترسره کېدو پرته د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده.
دا لوبه د جمعې په ورځ د دواړو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه خو د زیات ورښت او لوبغالی لمدیدو له امله سیالۍ ترسره نه شوه او په همدې ډول افغانستان لوبډلې په دوه – صفر جام خپل کړ.
په دغو سیالیو کې د افغانستان نوی چټک چپ لاسی توپوهونکی حضرت الله ځاځی د پام وړ توپوهنه وکړه، چې په دوه سیالیو کې یې دوه پرلپسې نیمه سلیزې وهلې وې، هغه د یادو سیالیو د لړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو او جایزه یې هم ترلاسه کړه.
نوموړی په لومړۍ سیالۍ کې لومړی په ۲۲ توپونو نیمه سلیزه او بیا په ۳۳ توپونو ۷۴ منډې جوړې کړې، په دویمه سیالۍ کې یې چې پر ده فشار هم وو خو ۸۲ منډې یې جوړې کړې، د حضرت ځاځی په ټولو ۱۵۶ منډو کې ۱۳ شپږیزې او ۱۴ څلوریزې شاملې وې.
له حضرت الله ځاځی پرته بل کوم لوبغاړی په زیاتو منډو جوړولو ونه توانېد، خو په توپ اچونه کې راشد خان او مجیب الرحمن میدان ویوړ، مجیب ۵ خو راشد خان ۷ ویکټې ترلاسه کړې، په چټک لوبغاړو کې افتاب عالم خپله وړتیا ثابته کړه او د کمو منډو په ورکولو سره یې ۳ ویکټې واخیستې.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=78993

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *