د افغانستان او ازبکستان ترمنځ لومړنۍ امنیتی غونډه ترسره شوه

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 44490

د افغانستان د ملی امنیت شورا وایی، چې د کابل او تاشکند ګډ امنیتی کمیسیون د شنبې په ورځ په خپلې لومړنۍ غونډه کې، د یو تطبیقی پلان په جوړولو هوکړې ته رسیدلی دی.
د ملی امنیت شورا په یو بیان کې ویلی، چې د افغانستان او ازبکستان د ګډ کمیسیون په دغې ناسته کې د ګډون لپاره، د ملی امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ یو لوپوړی افغان امنیتی پلاوی ازبکستان ته سفر کړی.
په بیان کې راغلی “د ګډ امنیتی کمیسیون لومړنۍ غونډه د افغانستان د ملی امنیت سلاکار ښاغلی محمد حنیف اتمر او د ازبکستان د ملی امنیت سلاکار ښاغلی ویکتور محمدوف په مشرۍ تر سره شوه. په دې ناسته کې د کمیسیون د چارو د تنظیم او هوکړو د عملی کیدو په موخه د تطبیقی پلان په رامنځته کیدو دواړه لوری توافق ته ورسیدل”.
د ملی امنیت شورا ویلی، دواړو لورو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا ترڅنګ د څو اړخیزو اړیکو پراختیا او د اوږد مهاله پرمختیایی پروژو تطبیق د سیمې د امنیت او ثبات لپاره مهم بللی او د لاسلیک شویو هوکړه لیکونو پر عملی کیدو او بشپړ تطبیق یې ټینګار کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44490

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *