د افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونو ته د بلک هاک چورلکو د ورکړی په اړه اندېښنه

  • خپرول: ۱۷ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 103627

سیګار د افغان هوایی ځواک د ظرفیت په اړه اندېښنه ښودلې او دغو ځواکونو ته یې د الوتکو د نه ورکولو سپارښتنه کړې ده.

د افغانستان د بیا رغونې د چارو امریکایی مفتش (سیګار) وایی چې افغان هوایی ځواک د بلک هاک هلیکوپترو د چلولو لپاره پوره پیلوټان او د ساتلو لپاره یې انجینران او تجهیزات نه‌لری.

امریکا تر دې دمه افغانستان ته ۱۶ UH-60 هلیکوپترې ورکړې دی، ټاکل شوې چې تر ۲۰۲۳ پورې دا شمېره ۱۵۹ ته ورسیږی.

سیګا وایی “ښایی افغان پیلوټان د دغو ۱۵۹ الوتکو د کارولو پوره وړتیا ونه‌لری، د (امریکا) د دفاع وزارت دا خطر منی او د امریکایی مالیه ورکوونکو پېسې په دغو الوتکو لګوی.”

د پلان له مخې امریکایی بلک هاګ الوتکې به د روسیې الوتکو ځای ونیسی، دا مهال افغان ځواکونه روسۍ څرخی الوتکې کاروی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=103627

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *