د افغانستان اقتصادی کې مثبت بدلون رامنځته شوی

  • خپرول: ۱۴ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 111250

د اسیا پراختیایی بانک په خپل یو تازه راپور کې وړاندوینه کړې چې په روان ۲۰۱۹ میلادی کال کې به د افغانستان اقتصادی وده ۲.۵ سلنه وی، په داسې حال کې چې دغه کچه بیا تېر کال ۲.۲ سلنه وه
دغه راپور چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو وړاند وینه کړې چې په ۲۰۱۹ کال کې به د ښه موسم له کبله د افغانستان کرنه وده وکړی او د خوراکې توکو بیې به ورسره ټیټې شی.
د اسیا پراختیایی بانک د وړاندوینې له مخې دغه اقتصادی وده به په ۲۰۲۰ میلادی کال کې ۳ سلنې ته لوړه شی.
د دغه بانک اقتصاد پوهان وایی افغانستان تېر کال له امنیتی او سیاسی ستونزو، وچکالۍ او د ګاونډیو هېوادونو له لوری له اقتصادی ننګونو سره مخ و، او له همدې کبله یې اقتصاد ته زیان واوښت.
په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ میلادی کلونو کې د افغانستان اقتصادی وده په ترتیب سره ۲.۴ او ۲.۵ سلنه وه، چې د اسیا پراختیایی بانک کمه بللې وه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=111250

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *