د افغانستان اسلامی امارت  د ملکی تلفاتو د مخنیوی او سمع شکایاتو اداره دکال ۲۰۱۸ م  د لومړیو شپږو میاشتو راپور

  • خپرول: ۲۵ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: امارت اسلامی
  • د خبر شميره: 70208
د افغانستان اسلامی امارت  د ملکی تلفاتو د مخنیوی او سمع شکایاتو اداره  دکال 2018 م  د لومړیو شپږو میاشتو راپور

 

د افغانستان اسلامی امارت  د ملکی تلفاتو د مخنیوی او سمع شکایاتو اداره

دکال ۲۰۱۸ م  د لومړیو شپږو میاشتو راپور:

تاریخ (۱۴۳۹/۱۱/۳هـ ق) ( ۱۶/۷/۲۰۱۸م)                                          نمبر مسلسل :۳۱ج ۳

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زموږ هیواد افغانستان د یرغلګرو امریکایانو او د هغوی پورې تړلو ناټو ځواکونو په یرغل سره لکه په نورو سلګونو برخو کې د ملکیانو د مرګ  ژوبلې په رابطه هم له لویو ستونزو سره مخ شوی دی.

هر کال د امریکایانو او داخلی ګوډاګیانو لخوا په قصدی توګه زموږ زرګونو تنو هیواد والو ته مرګ او ژوبله رسیږی .

 د روان ۲۰۱۸ میلادی کال لومړۍ شپږ میاشتې (جنوری، فبروری، مارچ ، اپریل، مئ او جون )  بیا هم زموږ  د ملکی هیواد والو لپاره خونړۍ میاشتې وې.

د افغانستان اسلامی امارت د ملکی تلفاتو د مخنیوی او سمع شکایاتو ادارې د خپلو نمائندګانو، ازادو رسنیو،قومی مشرانو او عامو وګړو په مټ مجموعاً  (۴۴۹) د ملکی تلفاتو بوګنونکې پیښې ثبت او راجستر کړی دی .

له هغې جملې څخه (۳۳۶) پیښې د امریکایانو، د مزدورې ادارې ملی اردو، پولیسو او اربکیانو لخوا رامنځته شوې دی.

(۵۸)  پیښې د داعش او یا نامعلومو کسانو لخوا او (۱۸) پیښې د خلکو تر منځ د خپل منځی شخړو له کبله پیښې شوې دی. 

د ملکی تلفاتو په مذکوره (۴۴۹) پیښو کې مجموعاً (۱۹۳۱) تنو هیواد والو ته مرګ ژوبله رسېدلې، په دې کې (۱۶۳۱) تنه قربانیان  نارینه دی چې (۸۵٪) کیږی  او (۱۳۸) تنه یې میرمنې دی چې (۷٪) تشکیلوی، (۱۶۲)  تنه یې ماشومان دی چې (۸٪) کیږی.

په مجموعی ډول په (۱۹۳۱) ملکیانو کې (۹۰۴)  تنه یې شهیدان شوی او متباقی (۱۰۲۷) یې زخمیان دی.

بیا د (۹۰۴) شهیدانو له جملې څخه (۷۳۱) تنه یې نارینه، (۹۷) تنه یې ښځې او (۷۶) تنه نور یې ماشومان دی.

په (۹۰۴) شهیدانو کې  (۶۹۴) تنه د امریکایانو او د هغوی پورې تړلو داخلی عسکرو، پولیسو او اربکیانو لخوا په بمبارونو او بریدونو کې شهیدان شوی، چې د مجموعې شهیدانو )۸۲ ( % سلنه جوړوی.

(۱۲۳) تنه شهیدان د داعش او یا نامعلومو کسانو لخوا رامنځته شوی چې (۱۵ %) سلنه کیږی، او (۲۴) تنه شهیدان بیا د خپل منځی شخړو په نتیجه کې رامنځته شوی چې (۳ %) سلنه کیږی.

 

 

بل پلو په تیرو شپږو میاشتو کې د(۴۴۹)ملکی پیښو په ترڅ کې زموږ (۱۰۲۷) تنه هیواد وال ټپیان شوی، چې له هغې جملې څخه (۹۰۰) تنه یې نارینه، (۴۱) تنه یې ښځینه او (۸۶) تنه نور یې ماشومان دی.

همداراز له دېجملې څخه (۸۰۳) تنه د امریکایانو او د مزدورې ادارې د ځواکونو لخواټپیان شوی چې (۶۹۴) تنه یې نارینه، (۴۱) تنه یې ښځېنه او (۶۸) تنه یې ماشومان دی.

همداراز په مجموعی (۹۰۰) ټپیانو کې د داعش ډلې لخوا  (۱۳۱)  عام وګړی ټپیان شوی دی، چې (۱۲۳) تنه یې نارینه او(۸) تنه یې میرمنې دی.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان اسلامی امارت د ملکی تلفاتو د مخنیوی او سمع شکایاتو ادارې په خپل راپور کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې په رابطه صرف هغه پیښې په خپل راپور کې درج کړی دی چې ځانی تلفات پکې اوښتی وی.

هغه پیښې هم نه دی یادې شوی چې امریکایانو د داخلی ګوډاګیو په ملتیا په کې ولسی خلکو ته صرف مالی زیان اړولی وی.

په دې معنی چې د ملکیانو د ضرر په رابطه د پورته یادو شوو پیښو څخه علاوه نورې هم ګڼې پیښې شته چې ملکیانو ته پکې ځانی تاوان نه دی اوښتی؛ خو درانه مالی زیانونه ورته اوښتی دی.

 ټول نړی وال خصوصاً افغانان شاهدان دی چې امریکایی اشغالګر او د هغوی پورې تړلی داخلی ګوډاګیان په خپلو عملیاتو، شپنیو چاپو، بمبارونو او د توغندویو په بریدونو کې د خلکو کورونه نړوی، شخصی اموال چور کوی، کروندې خرابوی، مساجد، کلینیکونه، باغونه، فصلونه او د اوبو ذخایر تخریبوی چې زیان یې مخامخ عام ولس ته رسیږی.

همداراز د روان ۲۰۱۸ میلادی کال د شپږو میاشتو په لومړیو دریو میاشتو (جنوری، فبروری او مارچ)  په نسبت په وروستنیو دریو میاشتو (اپریل، مئ او جون) کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې په پیښو کې زیاتوالی راغلی دی.

مثلاً د روان  کال په اولو دریو میاشتو کې (۱۹۶) پیښې ثبت شوی، خو په دریو ورستنیو میاشتو کې (۲۵۳) پیښې ثبت شوې دی چې په دې ډول په پښو کې (۵۷%) سلنه زیاتوالی راغلی دی.

همدار راز د شهیدانو او ټپیانو تعداد په لومړیو دریو میاشتو کې (۷۶۴) تنه وو مګر په دریو وروستنیو میاشتو کې  د مرګ ژوبلې شمیره (۱۹۳۱) تنو ته لوړ شوی دی، چې (۱۱۳۷) تنو  زیاتوالی پکې راغلی دی.

د دې ټولو ناخوالو او ظلمونو اصلی عامل د ټرمپ او د ګوډاګې ادارې وروستنی جنګی ستراتیژی او جنګی پلان دی چې اصلی موخه یې د مسلمانانو او افغانانو عام وژنه ده .

د افغانستان اسلامی امارت د ملکی تلفاتو د مخنیوی او سمع شکایاتو اداره د اسلامی امارت په استازیتوب د یرغلګرو ټول دغه جنایات په کلکو ټکو غندی او په ډاګه کوی چې امریکایان او ملګریې په یادو ټولو بشری ضد جنایاتو کې ونډه لری او باید د نړیوالې بې پرې ادارې او بشری نهادونه د دغو عمدی جنایاتو پوښتنه ترې وکړی.

موږ باور لرو چې امریکایان او ملګری به یې د وحشتونو په تر سره کولو او زیاتولو سره هیڅکله ونه توانیږی چې خپل شوم اهداف تر لاسه کړی، بلکې  په داسې اعمالو سره له خپلې اصلی څیرې څخه پرده پورته کوی.

د افغانستان اسلامی امارت د ملکی تلفاتو د مخنیوی او سمع شکایاتو اداره

 

ایمل ادرس : [email protected]

د ۲۰۱۸م کال شپږ میاشتنی راپور  له همدی ځایه  یې کمپیوټر او موبایل ته ښکته کولی شئ

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=70208

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *