د افغانستان اسلامی امارت د تعلیم او تربیې او عالی تحصیلاتو د کمیسیون اعلامیه

  • خپرول: ۷ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: امارت اسلامی
  • د خبر شميره: 66219
د افغانستان اسلامی امارت د تعلیم او تربیې او عالی تحصیلاتو د کمیسیون اعلامیه

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ

د افغانستان اسلامی امارت د تعلیم او تربیې او عالی تحصیلاتو کمیسیون تراشراف لاندې د افتاء او دقضاء د تخصص اداره فعالیت لری چې داڅوکاله کیږی دافتاء اوقضاء درسونه په خورا مسلکی توګه پکې روان دی، دوه کلن جامع او معیاری نصاب ورته ترتیب شوى، چې د دې فن د ماهرو، تکړه، تجربه لرونکو علماء کرامو او استاذانو لخوا ورته تدریسیږی، د ځاى، إعاشې، إباتې او نورو ټولو ضروریاتو بشپړ انتظام یې شوی.
د دغه تخصص لپاره لاندې شرائط او ضوابط په پام کې نیول شوې دی:

(١)ـ په دغه تخصص کې به صرف هغه اشخاص برخه اخیستلی شی چې د کومې معلومې دینی مدرسې څخه په اعلى درجه فارغ التحصیل وی، او د دې ترڅنګ په علم فقه او علم اصول فقه کې د ښه استعداد درلودونکی وی، همدا راز د ښه لیکلو او انشاء صلاحیت هم ولری.

(٢)ـ په تخصص کې د شاملېدونکی شخص لپاره لازمی ده چې د کومې مدرسې څخه فارغ شوى وی د هغې مدرسې د مهتمم یا ناظم لخوا د خپل اخلاقی او تعلیمی حالت تصدیق نامه له ځانه سره ولری.

(٣)ـ کوم شخص چې د بشپړ وخت تیرولو (یعنې د تخصص ترپایه د پاته کېدلو) پخه امادګی ظاهره کړی هغه ته به داخله ورکول کېږی، او د پوره وخت تیرولو تحریری ضمانت به یې یو مشر عالم کوی.

(۴)ـ په لاندې کتابونو کې به د داخلې تقریری امتحان اخیستل کېږی:
صحیح البخاری، بیضاوی یاجلالین، هدایه کامل، نورالانوار یا حسامی، شرح العقائد، مختصرالمعانی، مقامات حریری، سلم العلوم او میبذی.
او ددې څخه علاوه د لیکلو او انشاء د صلاحیت امتحان به هم اخیستل کېږی.

(۵)ـ کوم کسان چې د مذکوره شرائطو سره برابر وی او د داخلې په امتحان کې کامیاب او داخله ورکول شی هغوى ته به د خوراک او نورو څخه علاوه په میاشت کې یو مقدار نقدی مرسته هم ورکول کېږی.

(۶)ـ د تخصص د شاګردانو د مشاغلو تقسیم اوقات به د نورو طلباؤ په شان نه وی؛ بلکه د ضروری آرام او د صلوه او طعام د اوقاتو څخه غیر به نور ټول اوقات د تخصص په درس، مطالعه او د افتاء په تمرین کې تیروی.

(٧)ـ د تخصص شاګردان به د تخصص په درس او مطالعه کې په شاملو کتابونوکې، د هرې دری میاشتنۍ مودې په پای کې د امتحان په ورکولو مکلف وی.

(٨)ـ د تخصص شاګردانو ته به په آخری کال کې د تعلیم اوتربیې او عالی تحصیلاتو د کمیسیون لخوا موضوعات او عنوانونه انتخابېږی، دوى به هر یو په جلا جلا موضوع او عنوان مقاله لیکی.

(٩)ـ په پاى کې به کامیابو شاګردانو ته د افتاء او د قضاء د تخصص ښه معتبر او معیاری سندونه
( شهادت نامې ) ورکول کېږی.
دشوال المکرم دمیاشتې په (۲۵) او (۲۶) نېټه د دوشنبه او سه شنبه په ورځو به د داخلې امتحان اخیستل کیږی او (۲۷) نېټه دچهارشنبه په ورځ به د درسونو افتتاح کیږی ان شاء الله تعالی.
د داخلې اراده لرونکی وروڼه دې له همدا اوس څخه په لاندې نمبرونو رابطه وکړی اوخپل شهرت دې ثبت کړی.
تیلفون شمیرې:
(۰۷۰۰۵۴۶۳۰۴)

واټساپ نمبر: (۰۷۰۰۵۴۶۳۰۴)
مخابره نمبر: تعلیم (۵۶۹۲۰۰)

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=66219

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *