د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر څخه د اماراتو ملاتړ

  • خپرول: ۲۷ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 108975

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼی وایی عربی متحدو اماراتو د کابل ددې دریځ ملاتړ کړی چې د سولې ولکه دې پخپله له افغانانو سره وی او همدوی دې یې مشری کوی.
دغه څرګندونې داسې مهال شوې چې له طالبانو سره په قطر کې -چې د عربی متحدو اماراتو سیال هېواد دی- د امریکا پټو خبرو کابل ته شکونه اچولی دی.
ولسمشر اشرف غنی په ابو ظبی کې له ولیعهد محمد بن زاید او نورو چارواکو سره د سولې په ګډون پر یو شمېر مسلو غږېدلی دی.
ښاغلی غنی وروسته په هغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته هم خبر ورکړی چې سوله راځی، خو داسې سوله چې ټول یې غواړی.
“سوله راتلونکې ده. ان شاء الله تعالی با عزته سوله د ټولو افغانانو د منلو سوله. موږ ځینې فلمونه لیدلی دی موږ څوک نه شی غولولی.”
ولسمشر غنی دغه راز وویل ځایی چارواکو ورسره په افغانستان کې د پانګونې او د افغانی مالونو د پېر هوکړه کړې ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108975

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *