د اعتراض په ډول د سوداګرو له خوا د تورخم دروازې تړل کېدل

  • خپرول: ۲ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 105840

افغان سوداګرو د ننګرهار ولایت په تورخم ښار ګوټی کې د تورخم دروازه د موټرو پر مخ د اعتراض په توګه تړلې ده.
په تورخم ښارګوټی لسګونه سوداګر راټول شوی او یاده لاره یې ځکه تړلې چې په وینا یې حکومت یې د هرات په ګمرک کې اوو سوه بار کانټینرونه ودرولی دی او د تګ اجازه نه ورکوی.
دا لاریون په تورخم کې د اصنافو او کسبګرو اتحادیې مشر خلیل الرحمن په مشرۍ د یو شمیر سوداګرو له لوری په لار اچول شوی دی او د تورخم لاره یې د هر ډول موټرو پرمخ تړلې ده.
خلیل الرحمن رسنیو ته ویلی دی چې په هرات ولایت کې یې شاوخوا اووه سوه ګمرګ شوی کانټینر د حکومت له لوری درول شوی دی او د تګ اجازه نه ورکول کیږی.
نوموړی له حکومت څخه غوښتی چې د دوی ګمرک شوی کانټینرونه راخوشې او ګوتڅنډنه یې کړې ده چې که درول شوی کانټینرونو ته د تګ اجازه ورنکړل شی نولاریونونو ته به دوام ورکړی.
که څه هم د تورخم لاره د پلیو مسافرو له پاره خلاصه ده خو لاریون کوونکی هیڅ باروړونکو او د سپرلیو موټرو ته د تګ اجازه نه ورکوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105840

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *