د اشرف غنی د ټاکنیزو سیالانو له خوا د سولې مشورتی لویې جرګې د بندیز شونتیا

  • خپرول: ۲۵ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 112172

ځینو خبری سرچینو د سولې له مشورتی جرګې څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په تړاو د دولت اجرایی مشر عبدالله عبدالله او د ولسمشر غنی د نورو ټاکنیزو سیالانو له خوا د سولې مشورتې جرګې د بندیز له شونتیا خبر ورکړی دی. نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې اړه لیکلی چې د افغانستان دولت اجرایی مشر عبدالله عبدالله چې د هېواد په راتلونکې ولسمشریزو ټاکنو کې د اشرف غنی اصلی سیال دی، شونی د سولې مشورتی جرګه تحریم کړی.
دغې امریکایی ورځپاڼې د افغانستان یوتن چارواکی په حواله لیکلی چې د افغانستان دولت اجرایی مشر او په ولسمشریزو ټاکنو کې د اشرف غنی ځینې نور ټاکنیز سیالان په دې اړه اندېښنه لری چې اشرف غنی د سولې له مشورتی جرګې څخه د ټاکنیزو اهدافو لپاره کار واخلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112172

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *