د اشرف غنی حکومت د غځېدو په اړه د نور غبرګون

  • خپرول: ۲ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 114025

د افغانستان جمعیت اسلامی ګوند اجرایی مشر عطا محمد نور د نوی ولسمشر تر ټاکل کېدو پورې د ولسمشر غنی کار د غځولو په تړاو د سترې محکمې حکم په غبرګون وویل چې سترې محکمې په دې حکم سره خپله خپلواکۍ تر پوښتنې لاندې راوستې ده.
نور په دې اړه وویل چې که د ملی یووالی حکومت عمر د غځېدو په اړه د سترې محکمې پرېکړه رښتنۍ وی، یو ډول غیرقانونی عمل او د ولسمشر له خوا یوډول فرمایشی پرېکړه ده او د قضایی بنسټونو خپلواکۍ ترپوښتنې لاندې راولی.
نور له سیاسی ګوندونو، نوماندانو او د سولې او اعتدال له ټاکنیزې ډلې وغوښتل چې لاس په کار شی او پر وطن ژمن حقوق پوهان او قانون پوهان را وغواړی، ځکه قانون په دې اړه ټینګار کوی چې د ولسمشر دنده د پنځم کال د جوزا په لومړۍ نېټه پای ته رسېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=114025

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *