د اشرف غنی او بن سلمان ترمنځ ټېلفونی خبرې

  • خپرول: ۲۶ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 127763

«ګډ حکومت مشر «اشرف غنی» په یوه تلیفونی اړیکه کې د سعوی عربستان له ولیعهد «محمد بن سلمان» سره غږېدلی.
له ارګ څخه په همدې تړاو په خپره شوې اعلامیه کې راغلی «په دې ټلیفونی خبرو کې دواړو لوریو په امنیتی مسایلو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، د سعودی عربستان بازارونو ته د افغانستان د محصولاتو په لاسرسی، په سیمه ییز اتصال کې د سعودی عربستان په نقش او د سولې په پروسه بحث او خبرې وکړې.»
ارګ داسې مهال د سعودی عربستان له ولیعهد سره د نورو موضوعاتو تر څنګ په سوله هم غږېږی، چې طالبان له امریکایی لوری سره توافق ته نږدې شوی خو ګډ حکومت یې د مذاکراتو له صحنې څنګ ته کړی او تر دې دمه یې ورسره له مخامخ خبرو انکار کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=127763

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *